
واشنګټن 25 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب د ولنرايبل-20 (V20) وزارتي مکالمه كښې د “کلائميټ پراسپيريټي ممکن كولو” په عنوان خبرې كړي ۔ د خزانې وزارت لخوا د جاري اعلاميه له مخې د خزانې وزير پاکستان لپاره د کلائميټ فنانشل ستراتېژۍ په پېل رڼا اچولې۔ ده زياته كړه چه پاکستان يو کلائميټ پراسپيريټي پلان جوړوي او نړيوال مالياتي فنډ (آئي اېم اېف) سره د ريزيلينس اينډ سسټين ايبلټي فيسلټي (RSF) له مخې په يو نوي انتظام د سټاف ليول لوظنامه هم شوې۔ وفاقي وزير اورنګزيب په دې خبره زور راوړو چې ورلډ بينک پاکستان لپاره په منظور شوي 10 كلنه کنټري پارټنرشپ پروګرام (CPF) کلائمټ ريزيلينس او ډي کاربنائزيشن كښې د مهمې برخې په توګه شامل دے۔ ده ووئيل سرمايه کارۍ او د بنك ايبل منصوبو پرمختګ لپاره د صلاحيت كمے يو چېلنج دے۔ ده په نړيوال مالياتي نظام كښې د اصلاحات په ضرورت زور راوړو دغسې چې ھغه هېوادونه كوم چې ماحولياتي اثرات څخه زيات ځپلے شوي چې د ھغوي اقتصادي لچک، پائيداري او خوشحالي باوري كړې شي