د خزانې صوبائي وزير مير شعيب نوشيرواني د قامي سلامتيا كمېټۍ په اوسنو پیښو د باور څرګندونه

كوئټه 25 اپرېل (اے پي پي)د خزانې صوبائي وزير مير شعيب نوشيرواني د قامي سلامتيا كمېټۍ په اوسنو پريكړو د بشپړ باور څرګندونه كولو سره وئېلي دي د هېواد سلامتيا٬خپلواكۍ او قامي ګټې تحفظ لپاره د كمېټۍ پريكړې مهمې او د وخت ضرورت دي۔په خپل يو جاري بيان كښې ده ووئيل د موجوده چېلنجونو په لړ كښې قامي يو والے او د ادارو ترمينځه هم آهنګي ضروري ده۔ده ووئيل د بلوچستان حكومت د قامي سلامتيا په هره پريكړه كښې د وفاق سره ولاړ دے او د صوبې اولس د هېواد سلامتيا او استحكام لپاره هرې قربانۍ وركولو له چمتو دے۔