د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د ريلوے مرسته به اقتصادي اړيكې لا ښې كړي۔محمد حنيف عباسي

اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي)د ريلويز وفاقي وزير محمد حنيف عباسي وئېلي دي د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د ريلوے مرسته به اقتصادي اړيكې لا ښې كړي او د خلقو ترمينځه به روابط لا قوي كړي۔د جمعې په ورځ په پاكستان كښې د كرغزستان سفير د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي سره ملاقات وكړو ۔دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې په زياتولو هم خبرې وشوې۔سفير اتاخانوف د ريلويز وفاقي وزير حنيف عباسي ته د رېلوے په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه۔وفاقي وزير د كرغزستان سره د اړيكو مستحكم كولو په ضرورت زور راوړولو سره د كرغزستان سره د ريلوے په څانګه كښې د مرستې زياتولو بشپړ باور وركړو۔د كرغزستان سفير ووئيل د پاكستان په موجوده حالات كښې ښه والے راغلے٬معيشت قوي شوے۔د كرغزستان سفير د ريلوے وزير حنيف عباسي ته پاكستان –كرغزستان بين الحكومتي كمېشن په غونډه كښې د ګډون كولو بلنه هم وركړه۔په دې موقع د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د ريلوے نيټ ورك قوي او تجارتي لارو په پرمختګ هم خبرې وشوې۔دواړه ډلې اقتصادي اړيكو ته ودې وركولو ته هم صلاح شوي۔حنيف عباسي د كرغزستان سره د ريلوے مرسته لا مستحكمولو د عزم څرګندونه كولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي روابط او سفري آسانۍ په ښه كولو هم زور راوړو۔دغسېد پاكستان او كرغزستان ترمينځه د ريلوے په څانګه كښې پرمختګ لپاره په تكنيكي تبادلو او په شريكو پروژو هم خبرې وشوې۔