
اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي)د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري وئېلي دي پهلګام بريد د هند سازش دے٬هغه دا نړۍ ګراه كولې نه شي۔د جمعې په ورځ په خپل يو بيان كښې وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري د هند په فالس فليګ آپرېشن د سخت غبرګون څرګندونه كولو سره ووئيل پهلګام پېښه د هند سازش دے٬هند خپل فالس فليګ آپرېشينز څخه نړۍ ګمراه كولې نه شي٬د پاكستان دفاع ناقابل تسخير ده٬دښمن دې په كومه غلط فهمۍ كښې نه اوسي۔ده ووئيل هند په كشمير كښې د ظلم پټولو لپاره د دروغو ډرامې رامخې ته كوي٬د فالس فليګ آپرېشن څخه د هند نړۍ ته ناوړه څېره په ډاګه شوې٬هند د امن دښمن كردار ادا كوي٬ ده ووئېل د هېواد دفاع به په هر صورت باوري كولې شي٬ټول قام يو دے او د خپلو وسله والو ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے٬د پاكستان ځواكونه د هر ډول خطرې مخ نيوي صلاحيت لري۔ده ووئيل د هند رياستي ترهه ګرۍ اصل مخ به نړۍ ته ښودل وي٬هند له د دوه اړخيزه لوظ نامو احترام كول پكار دي٬د سندھ طاس لوظ نامې معطلي غېر منصفانه او بلاجواز ده