وزيراعظم شهباز شريف د پي آئي اے په نجکارۍ كښئ د سپېځلتيا او په ټاكلې موده كښې د نجكارۍ باوري كولو امر وكړو

اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پي آئي اے په نجکارۍ كښئ د سپېځلتيا او په مجوزه ټاكلې موده كښې د نجكاري باوري كولو امر كړے دے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې ده دا امر پخپله مشرۍ كښې د پاکستان انټرنيشنل ايئرلائنز (PIA) نجکارۍ په اړه د جاج اسغتو غونډې په مهال كړے۔ په غونډه كښې وفاقي وزيران خواجه محمد آصف، احد خان چيمه، عطاء تارړ، اټارني جنرل منصور اعوان، سلاحكار محمد علي، سيد توقير شاه، وزيرِ مملکت بلال اظهر کياني، خاص مرستيال هارون اختر، د خاص سرمايه كارۍ سهولت كونسل لپاره نيشنل کوارډينيټر ليفټيننټ جنرل سرفراز احمد او اړوندو چارواكو ګډون وكړو ۔ په غونډه كښې وزيراعظم د نيلامۍ د طريقه كار، د اړينې مودې او په نيلامۍ كښې ګډون كوٶنكو لپاره د شرطونو نه خبر كړے شو ۔ وزيراعظم شهباز شريف د پي آئي اے په نجکارۍ كښئ د سپېځلتيا او په مجوزه ټاكلې موده كښې د نجكاري باوري كولو امر وكړو۔ وزيراعظم د پي آئي اے نجکارۍ لپاره د روډ شوز او د سرمايه کارو په باور كښې د اخستو هم امر وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د پي آئي اے د نجكارۍ په طريقه كار كښې دې سپېځلتيا ته مركزي اهميت وركړے شي ۔ وزيراعظم امرو كړو چې سپېځلتيا باوري كولو لپاره دې د پي آئي اے پشمول د ټولو سركاري كمپنو نجكاري بيا نېغ په نېغه په ټې يو او ډېجيټل پلېټ فارم نشر كړې شي۔ غونډې ته ووئيل شول انويسټر آؤټ ريچ لپاره کنسلټنټ سره په ګډه يو جامع ستراتېژي جوړه شوې او په ھغې عملدرامد روان دے۔