
اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي حکومت هېواد څخه د مليريا خاتمې لپاره ضروري اقدامات كوي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د مليريا نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د مليريا نړيواله ورځ په ګلوبل كچه عملي اقدامات، د مليريا ختمولو او د دغې درملنې وړ رنځ په ضد جنګ كښې تر آخري حد د تللو د عزم د تجديد ورځ ده٬ د سږ كال تھيم – “مليريا ختمول دي: سرمايه کاري ، د نورو هلو ځلو او نوې تحريك سره” مقصد د مليريا خاتمې پلو پېشرفت ګړندے كولو لپاره د نړيوالې پاليسۍ نه تر کميونټي ايکشن په هره كچه بيا د سره متحرك كول دي٬ حکومت او د هېواد قيادت د مليريا په قامي پروګرامونو او د صحت نظام كښې اصلاحات او د حکمت عملۍ د لارې په لرو پرتو سيمو كښې د دې رنځ خاتمې لپاره د هدفونو سر كولو ته چمتو دے٬ وزيراعظم د مليريا نړيوالې ورځ په موقع ټولو شراكتدارو، حکومت، سول سوسائټي، هيلتھ ورکرز او نړيوالې ورورولۍ ته غږ وكړو چې ھغوي يو شي او دې مهم مشن لپاره كار وكړي ۔