د روس او يوكرېن جنګ زر ختمېدل غواړو٬ په دې لړ كښې مهم پېشرفت شوے٬ امريكا

واشنګټن ۔25 پرېل(اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلي دي د روس او يوكرېن تر مينځه د شخړې زر خاتمه غواړو٬ په دې لوري مهم پېشرفت شوے ۔ د العربيه تر مخه دا خبره ده په يوكرېن د روسيه اوسني بريد څخه د تاؤ تريخوالي زياتېدو نه پس سپينه ماڼۍ كښې د ناروے وزيراعظم جوناس ګورسټور سره د ملاقات په مهال خبريالانو سره وكړه۔ ده ووئېل مونږ غواړو چې د يوكرېن او روس جنګ زر ختم شي ٬ مونږ په كېف د روسيه په اوسنو بريدونو خوشحاله نه يو۔ ده ووئېل امرېكا په روس زيات فشار راوړي چې په يوكرېن بريدونه څخه قلار شي۔ مونږ به زر به روسيه د بندېزونو د پوښتنو ځواب وركړو۔ د هغه وېنا وه يوكرېن ډېره زياته سيمه بېللې ده كومه چې هغه بيا تر لاسه كول غواړي۔