د سعودي عرب ايئر لائن نوے وړاندېز٬ حجاج لپاره يخ احرام معارفي كړے شو

رياض۔ 25 اپرېل (اے پي پي) د سعودي ايئر لائن (السعوديه ) د اړخه سږ كال د حجاج كرام لپاره يخ احرام معرفي كړے كېږي۔ د اخبار 24 تر مخه د سعودي ايئر لائن د ماركيټنګ منېجر عصام اخونبائي وئېلي دي يخ احرام د مخصوص ټېكنالوجۍ په كارولو داسې ډيزائن كړے شوے چې بدن يخ وساتلے شي۔ ده ووئېل د احرام په په جوړولو كښې د امريكائي كمپنۍ مرسته هم شامله وه۔ احرام به د دبئ په عربېن ټريول ماركيټ اے ټي ايم 2025 كښې وراندې كولې شي۔ ده وئېل د رخت په جوړولو كښې د ټېكنالوجۍ استعمال شوے او د دې خاصيت دا دے چې د بنيادم بدن د تاؤ نه ساتلو لپاره مرسته كوي او د ګرمۍ شدت يو دوه ډګري سېنټي ګريډ پورې كمولے شي چې ورسره د احرام اغوستونكې ته د ګرمۍ احساس كم كېږي ۔ واضحه دې وي چې د يخ احرام آغاز به د جون 2025 نه كېږي۔