
اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي)خارجه سېكرټري آمنه بلوچ اسلام آباد كښې د جوړ مشن مشران او د سفارتكارو يوه ډله د هند د غېر قانوني توګه تسلط لاندې مقبوضه جمو او كشمير كښې د پهلګام بريد نه پس رامخې ته شوي صورتحال نه خبر كړي ۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر له مخې خارجه سېكرټري ګډون كوونكي د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډې نتيجو نه هم خبر كړل۔دې د پاكستان په ضد د هند د ناسمه معلوماتو كمپائن رد كولو سره ووئېل دا ډول چالونه به په منطقه كښې د امن او امان په لار كښې خنډان جوړ شي۔خارجه سېكرټري ووئيل پاكستان تل د ترهه ګرۍ ټول شكلونه او مظاهر رد كړي۔دې د تاؤ تريخوالي زياتولو هندي هڅو نه هم هغوي خبردار كړل ٬ دې ووئېل پاكستان د هر ډول يرغل مقابلې لپاره چمتو دے