
اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) وفاقي حکومت پرېكړه كړې چې د شريكې ګټې كونسل (سي سي آئي) د پرېكړې نه غېر به يو نوے كېنال نه جوړېږي٬ تر څو چې د ټولو صوبو اتفاق رانشي٬ وفاقي حکومت به په دې كړ كښې يو ګام هم نه اخلي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخئ وزيراعظم شهباز شريف سره د پيپلز پارټي پارليمنټيرينز مشر بلاول بھټو زرداري وليدل۔ د جاري اعلاميه له مخئ وفاقي حکومت پرېكړه كړې چې د شريكې ګټې كونسل (سي سي آئي) د شريكې پرېكرې نه غېر به يو نوے كېنال نه جوړېږي٬ تر څو چې د ټولو صوبو اتفاق رانشي وفاقي حکومت به په دې لړ كښې يو ګام هم نه اخلي٬ وفاق ټول صوبائي حكومتونه په ګرد هېواد كښې د زرعي پاليسۍ او د اوبو د انتظام بنيادي ډھانچې پرمختګ لپاره د اوږد مهاله متفقه تګلارې لپاره د ځان سره روان ساتل غواړي٬ د ټولو صوبو د اوبو حقونه د اوبو د وېش لوظنامې 1991 او په واټر پاليسي 2018 كښې درج دي په كوم چې د ټولو شراكتدارو اتفاق دے٬ د صوبو تحفظات لرې كول او د پاکستان خوراک او ماحولياتي تحفظ باوري كولو لپاره يوه كمېټي جوړوٶ چې پكښې به وفاق او د ټولو صوبو نمائندګي وي٬ کميټي به د دوه متفقه دستاويزات له مخې د پاكستان د اوږد مهاله زرعي ضرورتونو او د ټولو صوبو د اوبو استعمال حل تجويز كوي٬ د اوبو شمېره په مهمو ترين وسائلو كښې كېږي،د 1973 په آئين كښې د اوبو اهميت منلے شوے ، د دغې آئين له مخئ د آبي وسائلو ټولې شخړې په اتفاق سره حل كول او د يوې صوبې اندېښنې د ټولو شراكتدارو ترمېنځه په مستعدۍ سره د حل کولو پابند كړے شوي يوو۔ د شريكې ګټې كونسل غونډه به د مئي په دوېمه نيټه كال 2025 رابللې شي چې پكښې به د پاکستان پيپلز پارټۍ او د پاکستان مسلم ليګ (ن) نمائندګان د وفاقي حکومت د ذكر شوې پاليسۍ توثيق كوي او داسې به هر يو تجويز اتفاق لپاره اړوندې ادارې ته بېرته لېږلے شي۔