د پهلګام پیښې په تناظر كښې د هند حکومت جارحانه رویه افسوسناک او د نه زغملو ده ، علی امین ګنډاپور

پېښور ۔ 24 اپریل (اے پي پي) د خېبر پښتنوخوا وزیراعلی سردار علي امین ګنډاپور په مشرۍ كښې د صوبائي کابینې 31 مه غونډه وشوه ۔ غونډې ته وزیراعلی ګنډاپور ووئېل د پهلګام پیښه افسوسناکه ده ، د هېواد سلامتيا او قامي مفاد لپاره مونږ ټول يو يوو ، ده د هندي حکومت د رویي سخته غندنه كولو سره ووئېل د پیښې په تناظر كښې د هندي حکومت جارحانه رویه افسوسناک او د نه زغملو ده ، مونږ د هند د كوم هم يرغل خله ماتي ځواب وركولو لپاره چمتو ولاړ يو ، مودي سرکار د يو سازش تر مخه د پهلګام پیښه د پاکستان خلاف د استعمالولو ناکامه هڅې كوي۔ ده ووئېل دا پیښه د هندي حکومت د ناکامۍ ښكاره ثبوت دے، په پیښه كښې د قیمتي انساني ځانونو په ضیاع خفه يو ، د هند حکومت خپله نااهلي پټولو لپاره د پاکستان خلاف دروغ وائي، كوم چې ناقابل برداشت دي ، ده ووئېل كه د هند حکومت د دې پیښې په اړه د كوم هم يرغل هڅه كوي نو د لوي زيان سره به مخ كېږي