پېښور ۔ 24 اپریل (اے پي پي) د رېلوېز وفاقي وزیر محمد حنیف عباسي وئېلي دي كومو هم قبضه ګرو له به يو انچ هم ورنه كړو، د شیئرنګ ماډل خپلولو ارادہ لرو۔ د دې خیالاتو اظهار ده پیښور كښې د ډویژنل سپرنټنډنټ آفس دورې په مهال وكړو ۔په دې موقع اعلیٰ چارواكو د اړخه وفاقي وزیر ته بریفنګ وركړے شو ۔ د بر یفنګ په مهال د پاکستان ریلویز د زمكو جاج واغستلے شو، د قبضه شوو زمكو د بېرته اغستو په صورتحال تفصیلي خبرې وشوې ۔ وفاقي وزیر په پیښور ریلوے سټیشن د صفائۍ او د محفوظ خوراک د معیار تفصیلي معائنه وكړه۔ وفاقي وزیر د صفائۍ او د پاك خوراک د معیار ستائنه وكړه ۔په دې موقع وفاقي وزیر محمد حنیف عباسي ووئېل د ریلوے زمكو د لیزنګ روایتي طریقې بدلول غواړو ۔ ده ووئېل مسافروں ته پاكې اوبه او صحت منده ډوډۍ وركولو ته پام لرنه كوو ، مونږ د پنجاب وزیراعلی مریم نواز ماډل خپل كړے ۔ حنیف عباسي د ګاډو په وخت تګ راتګ اولین كار وګرځولو۔ ده ووئېل مونږ به په قواعد و ضوابط په سختۍ سره عمل کوو ،پاکستان ریلوے جدید جوړول دي ۔دغسې وفاقي وزیر د ریلوے عمومي افعال او د ګاډو کارکردګۍ په اړه هم بریفنګ واغست۔