د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د بلوچستان د كركيلې وزير مير علي حسن زهري ملاقات و

اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د بلوچستان د كركيلې او كوآپريټو وزير مير علي حسن زهري ملاقات كړے ۔د وزارت لخوا جاري شوي اعلاميې له مخې د زيارت په ورځ شوي ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو په خاص توګه كركيلې او تجارتي څانګو كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔د ملاقات په مهال دواړو لارښودو بلوچستان كښې د كركيلې پرمختګ٬تر ماركيټ رسنې او د زرعي اجناس بين الصوبائي او نړيوال تجارت ته ودې وركولو لپاره په ممكنه اقدامات خبرې اترې كړي۔د كركيلې وزير مير علي حسن زهري د صوبې په كركيله كښې د موجودو صلاحيتونو او مسئلو نه وفاقي وزير خبر كړو او وفاقية وزير جام كمال خان د وفاقي حكومت لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو۔دواړو وزيرانو د وفاق او صوبې ادارو ترمينځه د رابطه قوي كولو او په شريكو پروژو د كار كولو په ضرورت هم زور راوړو۔