
اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي)د آئي ټي او ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئېلي دي د يونيورسل سروسز فنډ له مخې 161 پروژې٬ 4400 موبائل ټاورز٬ 17 زره 200 كلوميټر آپټيكل فائبر د لارې 37 ملين كسانو ته ډيجيټل سروسز وركړے شوے٬ سمارټ فونز فار آل پالېسي آخري پړاؤ كښې ده ٬د آئي ټي وزارت مېرمنې په هره كچه سپورټ كوي٬يو ډول ماحول پیدا كولو ږپاره هڅې كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ د يو ايس ايف تر سيوري لاندې د آئي سي ټي مېرمنو نړيوالې ورځ”ګرلز ان آئي سي ټي فار انكليو سيو ډيجيټل ټرانسفارمېشن”دستورې ته خطاب كولو په مهال وكړه ۔دې ووئيل د آئي ټي انډسټري ودې او د مېرمنو خپلواكه كولو كښې يو ايس ايف كليدي كردار ادا كړے٬ 161 پروژې٬ 4400 موبائل ټاورز٬ 17 زره 200 كلوميټر آپټيكل فائبر د لارې 37 ملين كسانو ته ډيجيټل سروسز وركړے شوے٬سږ كال وزيراعظم يو ايس ايف ته 23 ارب روپۍ بجټ وركړے ۔وفاقي وزيرې ووئيل يو ايس ايف د مېرمنو٬سټارټ اپس٬فري لانسرز٬سوشل ميډيا انفلوئنسز ډيجيټل نړۍ سره تړلو له مرسته كوي٬ د مېرمنو په مشرۍ كښې د ټيك وينچرز په نړيوال پليټ فارم هم كار پېل شوے ٬ دې ووئېل وزيراعظم محمد شهباز شريف په خپلو بېلو ادارو كښې 12 لكه څخه زيات ليپ ټاپس ځوانانو ته وركړي۔وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه ووئيل سمارټ فونز فار آل پالېسي آخري پړاؤ كښې ده ٬هڅه ده چې كور په كور د انټرنيټ آسانۍ وركړې شي۔