مظفرګړھ 24 اپرېل (اے پي پي) د ليه تحصيل په چوك اعظم كښې په ټرافيكي پېښه كښې دوه كسان مړه او درې ژوبل شوي دي ٬ پېښه د موټر او مزده ډالې د تصادم په نتيجه كښې رامخې ته شوه ۔ د رېسكيو 1122 ډلې مړي او ژوبل شوي كسان تحصيل هيډکوارټر روغتون ته منتقل كړې دي۔ د رېسكيو ذريعو له مخې پېښه د تند رفتارۍ او بې غورۍ له امله رامخې ته شوې ده ۔