فلپائن، په ټرافيكي پېښو كښې درې كسان مړه٬ 11 ټپيان

منيلا 24 اپرېل (اے پي پي) د فلپائن په پايه تخت منيلا كښې د يو شمېر ګاډو په تصادم كښې درې كسان مړه او يوولس ټپيان شوي دي ۔ د شنهوا له مخې ځائي پوليس ووئيل پېښه تېره شپه په ماريکينا سټي كښې رامخې ته شوه ٬ په پېښه كښې يو شمېر ګادي يو بل سره ټكر شوي ۔ په پېښه كښې مړه او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړے شوې دي۔