پاکستان هند سره د تجارت منقطع ، د واهګه بارډر تړلو، د سفارتي اړيكو كمولو اعلان وكړو ، د پاکستان د اوبو ايسارولو هر عمل به جنګ ګنړلے شي٬ پاکستان د هند دفاعي، نيول او ايئر ايډوائزرز ناخوښي شخصيات ګرځولو سره هغوي ته تر 30اپرېل د پاكستان پرېښودلو امر ۔ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د سلامتي كونسل كمېټۍ غونډه

اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) پاکستان د هند لخوا د سندھ طاس لوظنامې د يو اړخيزه معطلۍ پشمول د نورو اقدامات بشپړ ځواب وركولو سره د واهګه بارډر پوسټ په سمدستي توګه د بندولو، د هر ډول تجارت او هندي وګرو ته جاري ټولې وېزې د معطل كولو، په هندي هائي كمېشن كښې د سفيرانو او عملې شمېره كمولو او په هندي ايئرلائنز د پاکستان د فضائي حدودو بندولو اعلان سره وئيلي دي سندھ لوظنامې له مخئ د پاکستان د اوبو ايسارولو هر عمل به جنګ ګنړلے شي، د مصدقه تحقيقات او د تصديق وړ شواهدو په نشتوالي كښې د پهلګام بريد پاكستان سره د تړلو هڅې بې بنسټه٬ د عقليت او منطق نه لرې دي، د پاکستان قام امن لپاره عزم لري٬ چا ته به هم د خپلې خودمختارۍ، سلامتيا، وقار او د ناقابل تنسيخ حقونو څخه د تجاوز اجازه ورنه كړو٬ د شمله لوظنامې پشمول د ټولو لوظنامو د معطل كولو حق خوندي لرو۔ دا خبرې د زيارت په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه كښې شوي٬ په دې موقع ګډون كوٶنكو د قامي سلامتيا په منظر نامه، په سيمه ايز صورتحال په خاص توګه د هند په غېر قانوني تسلط لاندې د جمو و کشمير په ضلع اننت ناګ كښې په 22م اپرېل كال 2025 د ترسره شوي پهلګام بريد نه وروستو په رامخې ته شوي صورتحال د د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د جاري اعلاميه له مخې د سېلګرو په مړينه د تشويش څرګندونې كولو سره كمېټۍ په 23م اپرېل كال 2025 كښې د هند د اعلان كړو اقداماتو جاج واخست او دا ئې يو اړخيزه، غير منصفانه، په سياسي محرکات اډانه ، ډېر غير ذمه وار او غېر قانوني ګرځولي٬ پاکستان د هند لخوا د سندھ طاس لوظنامې د يو اړخيزه معطلۍ پشمول د نورو اقداماتو بشپړ ځواب وركولو سره د سارك استثنيٰ سکيم له مخې هندي وګړو ته جاري ټولې ويزې معطل كولو، واهګه بارډر پوسټ په سمدستي توګه د بندلولو او د هر ډول تجارت معطل كولو اعلان كړے ٬ دغسې د هند ايئر لائنز به د پاکستان فضائي حدود نشي استعمالولې، د سندھ طاس تړون له مخې د پاكستان د اوبو لاره نيولو هر عمل به جنګ ګنړلے شي،د شمله لوظنامې پشمول د ټولو دوه اړخيزه لوظنامو د معطل كولو حق محفوظ لرو۔ په دې موقع ګډون كوٶنكو د قامي سلامتيا په منظر نامه، په سيمه ايز صورتحال په خاص توګه د هند په غېر قانوني تسلط لاندې د جمو و کشمير په ضلع اننت ناګ كښې په 22م اپرېل كال 2025 كښې د ترسره شوې پهلګام بريد نه وروستو په رامخې ته صورتحال خبرې وګړې ۔ کميټۍ د صورتحال په تناظر كښې يو شمېر پرېكړو كولو سره ووئيل پاکستان د سندھ طاس تړون ځندولو د هند اعلان په سختۍ سره مسترد كوي٬ دا يوه نړيواله لوظنامه ده چې ثالثي ئې نړيوال بېنك كړې او په دې كښې د يو اړخيزه معطلۍ يو شق نشته٬ اوبه د پاکستان يو مهم قامي مفاد دے او په دې 24 كروړه اولس اړه لري او د دې دې د شتون به په هر ډول تحفط كولې شي٬ د سندھ طاس لوظنامې له مخې د پاکستان د اوبو د جريان لاره نيول يا د دې مخه د اړولو هره هڅه او د لاندې درياب حقونه غصب كول به يو جنګي اقدام ګنړلے شي او د قامي طاقت په دائره كار كښې به په طاقت سره ځواب وركولې شي٬ د نړيوال کنونشنز، د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو او نړيوالې ذمه وارۍ د خپلې خوښې تر مخه د نظر انداز كونكې هند بې غورۍ او د غېر ذمه واره رويي په مشاهده كولو پاكسان دا مهال هند سره د ټولو دوه اړخيزه لوظنامو معطل كولو حق استعمالوي كوم چې به يوازې د شمله تر تړون محدود نه وي٬ تر ھغې تر څو چې هند د پولې پورې غاړه كښې د قتل و غارت، د نړيوال قوانين او په كشمير كښې د ملګرو ملتونو د قراردادونو عدم پاسدارۍ نه لاس ونه نيسي۔ پاکستان به واهګه بارډر په سمدستي توګه بندوي٬ دې لارې خخه هند ته تګ راتګ به د كومې غېر استثنيٰ معطل وي٬ كوم كسان چې په قانوني طريقه په پاك هند پوله راوړېدلي ھغوي به په سمدستي توګه ستانه شي خو د 30 اپرېل نه وروستو به دا سهولت بند شي٬ د سارك ويزه استثنيٰ سکيم له مخئ هندي وګړو ته جاري كړې ټولې وېزے په سمدستي توګه منسوخ كړې شوي خو سکھ ياتري به دې څخه مستثنيٰ وي٬ پاکستان كښې دا مهال موجودو ټولو هندي وګړو ته وئيلې شوي چې ھغوي په 48 ساعتو كښې پاكستان څخه لاړ شي خو سکھ ياتري دې څخه مستثنيٰ دي٬ پاکستان د هند دفاعي، نيول او ايئر ايډوائزرز ناخوښه شخصيات ګرځولو سره دوي ته امر كړے چې تر 30اپرېل پاكستان پرېږدۍ، د هند په هائي كمېشن كښې دا چوكۍ منسوخ كړې شوي، دې ايډوائزرز سره اړوندې عملې ته هم امر شوے چې ھغوي هم بېرته هند ته لاړ شي۔ په اعلاميه كښې وئيلي شوي په اسلام آباد كښې د هند په هائي کميشن كښې د سفيرانو او عملې شمېره به تر 30 اپرېل كال 2025 په كمولو 30 ته راوستلې شي٬ د پاکستان په فضائي حدود كښې د هند ملكيتي او د هند څخه چلېدونكي ټول ايئرلائنز په سمدستي توګه بندوٶ٬هند سره ټول تجارت، د درېم هېواد څخه د پاكستان د لارې تجارت پشمول په سمدستي توګه معطل كړے شوے٬ د قامي سلامتيا کميټۍ مشاهده وكړه چې کشمير د پاکستان او هند ترمېنځه يو تصفيه طلب شخړه ده كومه چې د ملګرو ملتونو د يو شمېر قراردادونو د لارې تسليم كړے شوې ٬ پاکستان به د کشميري اولس د خپلواكۍ د حق ملاتړ روان ساتي د هند مسلسل رياستي جبر، د رياستي حيثيت منسوخ كول، سياسي او آبادياتي اړے ګړے په غير قانوني توګه د هند تسلط لاندې جمو و کشمير كښې د اولس لخوا يو فطري او د ځائي غبرګون سبب جوړ شوے٬ كوم چې د تشدد د فضا سبب دے۔ دغسې په اقليتونو په خاص توګه د مسلمانانو په ضد د هند منظم ظلم و ستم لا زيات شوے ٬ د وقف بل په زبردستۍ د منظورولو هڅې ګرد هند كښې مسلمانان د يو خوا كولو تازه هڅه ده٬ هند له د دې ډول ناوړه پېښو څخه د ګټې پورته كولو په ځاے اولس ته د تحفظ وركولو په ناكامۍ ذمه واري قبلول پكار ده۔ د اعلاميه له مخئ پاكستان د هر ډول ترهګرۍ د امتياز نه غېر غندنه كوي٬ د ترهګرۍ په ضد د نړۍ د وړومبي صف رياست په حېث پاكستان ته بلها بشري او معاشي زيان رسېدلے دے۔ د هند د هلو ځلو مقصد د پاكستان د ترهګرۍ مخنيوي هلو ځلو څخه پام اخوا كول دي٬ د مصدقه تحقيقات او د تصديق وړ شواهدو په نه لرلو د پهلګام بريد پاكستان سره د تړلو هڅې بې بنسټه٬ د عقليت او د منطق نه لرې دي۔ د اعلاميه له مخئ د هند د مظلوميت بيانيه د پاكستان په خاوره ترهګرۍ ته د هوا وركولو خپل قصور نشي پټولے او نه د هند په تسلط لاندې مقبوضه کشمير كښې د خپل منظم او په رياستي سرپرستۍ كښې د كونكي جبر او د بشري حقونو خلاف ورزو څخه پام اخوا كولې شي۔ په اعلاميه كښې وئيلي شوي د هندي ادعاګانو برعكس پاکستان سره په پاکستان كښې د هند په سرپرستي كښې د كېدونكې ترهګرۍ ناقابل ترديد ثبوت شته٬ چې پكښې د هند د بحريه يو حاضر سروس افسر د کمانډر کلبھوشن ياديو اعتراف هم شامل دے ، كوم چې د هند په رياستي سرپرستۍ كښې كېدونكو د ترهګرۍ د كاروائيو ژوندے ثبوت دے٬ د قامي سلامتيا کميټۍ په 23م اپرېل كال 2025 د هند په بيان كښې د پټې دړكې غندنه وكړه٬ نړيوالې ورورولۍ له پكار دي چې ھغوي د هند په رياستي سرپرستۍ كښې د كېدونكو ماورائے عدالت قتل يا په غېر ملكي خاوره كېدونكې هڅې په ذهن كښې ولري٬ دا ناوړه كاروائۍ د نړيوال قانون په جار خلاف ورزۍ دي كومې چې په دې وروستيو كښې پاكستان سره سره نورو رياستونو هم د ناقابل ترديد ثبوتونو سره بې نقابه كړي٬ د دې عزم څرګندونه وشوه چې پاكستان به د هر ذمه وار٬ منصوبه ساز او د تور تعقب كوي او انصاف به باوري كري٬ د پاکستان خپلواكۍ او د اولس سلامتيا ته د وامخې ته هر خطر مقابله به په مناسب او بشپړه ډول كولې شي۔ په اعلاميه كښې ووئيل شول هند له خپله سياسي اېجنډا مخ په وړاندې بوتلو او تورونو لګولو او د پهلګام په ډول د پېښو په منظم ډول استحصال څخه لرې پاتې كېدل پكار دي دا ډول چالونه يوازې اړې ګړې زياتوي ابلكې په منطقه كښې د امن او استحكام په لاره كښې خنډان جوړوي٬ د هند په لاسو كښې د ګوډاګۍ ميديا لخوا سيمه ايز امن و امان په خطر كښې اچول د غندنې وړ عمل دے، په دې لړ كښې هند له په سنجيدګۍ سره سوچ پكار دے۔ د قامي سلامتيا کميټۍ په دې خبره زور رواړو چې پاكستان او وسله وال ځواكونه د هر ډول بريد په ضد د خپلې خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت د دفاع مكمل صلاحيت لري او په بشپړه توګه چمتو دے، لكه څنګه چې په فرورۍ كال 2019 كښې د هند په دراندازۍ د پاکستان د هند په ضد غبرګون څخه په واضحه توګه برېښي٬ د قامي سلامتيا کميټۍ ووئيل د هند د جارحانه اقدامات د دوه قامي نظريي سره سره د قائداعظم محمد علي جناح د اندېښنو هم توثيق كړے ٬ د كال 1940 قرارداد كوم چې د پاكستاني قام د جذباتو ترجمان دے په بنياد كښې هم دوه قامي نظريه وه۔ د پاکستان قام د امن عزم لري خو چا ته به هم د خپلې خودمختارۍ، سلامتيا، وقار او د ناقابل تنسيخ حقونو څخه د تجاوز اجازه ورنه كړي۔