فادر ډے په ټوله نړۍ كښې د پلار د مينې او شفقت ياد تازه كوي۔ وزيراعظم محمد نواز شريف

اسلام آباد پور۔ 19جون(اے پی پی) وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي نړيواله فادر ډے يو داسې ورځ ده كومه چې په ټوله نړۍ كښې د پلار د مينې او شفقت ياد تازه كوي۔ د دې ورځې په مهال د ټولو پلارانو خپلو بچو لپاره وړكړې شويو قربانيو ته د عقيدت پېرزونې وړندې كوم۔ وزيراعظم د دې ورځې په مهال خپل پېغام كښې ووئيل هيله لرم چې په دې ورځ به مونږ د مور پلار ښېګړې ستايو۔