د پنجاب داخله محكمې اموخته مجرمانو ٬ په فور شېډول كښې شاملو كسانو ته د ټرېكنګ ډيوائس اچولو پركړه وكړه

لاهور۔ 24 اپرېل (اے پي پي) داخله محكمې پنجاب د جرائم پېشه كسانو څارنې او د امن راوستلو لپاره تاريخي پرېكړه كړې ده۔ داخله محكمه به اموخته مجرمانو ته او په فورته شېډول كښې شاملو كسانو ته ټرېكنګ ديوائسز اچوي ۔ په دې لړ كښې ټريكنګ ډيوائسز كاونټر ټيررازم ډيپارټمنټ ٬ پېرول ډيپارټمنټ او كرائم كنټرول ډيپارټمنټ ته د وركولو پرېكړه شوې۔ داخله محكمه په ابتدائي توګه تر لاسه 1500 ټريكنګ ډيوائسز د قانون نافذ كوونكو ادارو تر مينځه ويشي ۔ مجرمانو ته د ټرېكنګ بېنډز لګولو پرېكړه د داخله سېكرټري پنجاب نور الامين مېنګل په مشرۍ كښې شوې د اعلې پايه غونډه كښې وشوه چې پكښې د پوليس او قانون نافذ كوونكو نورو ادارو اعلې چارواكو ګدون كولو۔ د وياند تر مخه د ټرېكنګ بېنډز اچولو څخه به د مجرمانو په تګ راتګ ټوله اوونۍ او 24 ساعته نظر ساتلے شي۔