پاکستان هند سره د تجارت منقطع كولو ، د واهګه بارډر تړلو، د سفارتي اړيكو كمولو اعلان وكړو ، د پاکستان د اوبو ايسارولو هر عمل به جنګ ګنړلے شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د سلامتي كونسل كمېټۍ غونډه

اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) پاکستان د هند لخوا د سندھ طاس لوظنامې د يو اړخيزه معطلۍ پشمول د نورو اقدامات بشپړ ځواب وركولو سره د واهګه بارډر پوسټ په سمدستي توګه د بندولو، د هر ډول تجارت او هندي وګرو ته جاري ټولې وېزې د معطل كولو، په هندي هائي كمېشن كښې د سفيرانو او عملې شمېره كمولو او په هندي ايئرلائنز د پاکستان د فضائي حدودو د بندولو اعلان كولو سره وئيلي دي سندھ لوظنامې له مخئ د پاکستان د اوبو ايسارولو هر عمل به جنګ ګنړلے شي، د مصدقه تحقيقات او د تصديق وړ شواهدو په نشتوالي كښې د پهلګام بريد پاكستان سره د تړلو هڅې بې بنسټه٬ د عقليت او منطق نه لرې دي، د پاکستان قام امن لپاره عزم لري٬ چا ته به هم د خپلې خودمختارۍ، سلامتيا، وقار او د ناقابل تنسيخ حقونو څخه د تجاوز اجازه ورنه كړو٬ د شمله لوظنامې پشمول د ټولو لوظنامو د معطل كولو حق خوندي لرو۔ دا خبرې د زيارت په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه كښې شوي٬ په دې موقع ګډون كوٶنكو د قامي سلامتيا په منظر نامه، په سيمه ايز صورتحال په خاص توګه د هند په غېر قانوني تسلط لاندې د جمو و کشمير په ضلع اننت ناګ كښې په 22م اپرېل كال 2025 د ترسره شوي پهلګام بريد نه وروستو په رامخې ته شوي صورتحال د د خيالاتو څرګندونه وكړه۔