كراچي كنګز او كوئټه ګليډي ايټرز ډلې به نن د پاكستان سپر ليګ 10 كښې په 15 م مېچ كښې يو بل سره مخ كېږي

اسلام آباد ۔ 24 (اے پي پي) د پاكستان سپر ليګ 10 كښې سبا د جعمې په ورځ به واحد مېچ د كراچي كنګز او د كوئټه ګليډي ايټرز تر مينحه كېږي ۔ د پاكستان كركټ بورډ تر سېوري لاندې د پي اېس ايل د 10 م ايډېشن سيالۍ روانې دي۔ د ليګ په 15 مېچ كښې به كراچي كنګز او د كوئټه كليډي ايټرز ډلې سبا په قزافي ستېډيم كښې يو بل ته مخامخ كېږي ۔ مېج به د شپې 8 بجې شروع كېږي او د فلډ لائټس په رڼا كښې به كولې شي۔كنګز په سپر ليګ كښې 5 مېچونه كړې دي چې پكښې په دريو كښې بريا او دوو كښې ماتې سره مخ شوي۔دغسې په 6 پوائنټس سره په ټېبل په دويم لمبر دي۔ دغسې د كوئټه ګليډي ايټرز درې ميچونه كړي چې پكښې په يو مېچ كښې بريا او په دوو كښې ماتې سره مخ شوي او په دوو پوائنټس سره په 5م لمبر روان دي۔