تهران 24 اپرېل (اے پي پي) ايران اعلان كړے چې امريکې سره د پوهانو په كچه تکنيکي خبرې اترې مو تر 26 اپرېل ځنډولې دي۔ د ارنا له مخئ د ايران خارجه وزارت وياند اسماعيل بقائي ووئيل په ابتدائي توګه امريكې سره د پوهانو په كچه تکنيکي خبرې په عمان كښې د شورو په ورځ كېدونكې وې خو دا تر 26م اپرېل ځندولې شوي٬ دا پرېكړه د عمان په وړاندېز او د ايران او امريكې د پلاويو د ګډې په تړون اډانه ده۔ د يادونې وړ ده د ايران خارجه وزير عباس عراقچي په 19 اپرېل په روم كښې د ايران او امريکا ترمېنځه بالواسطه د جوهري خبرو اترو دوهم پړاٶ “ګټور” ګرځولے ۔