
لاهور 24 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ( ن) سينئر لارښود خواجه سعد رفيق وئيلي دي د شواهدو پرته په پاکستان تور لګول د هند د كار طريقه ده٬ په پهلګام كښې په سېلګرو د بريد غندنه كوٶ۔ د زيارت په ورځ ميډيا سره په خبرو ده ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې رياستي ترهګري كوي٬ د سندھ طاس منصوبې غېر فعالو كولو كښې هند پخپله وړومبے شوے٬ هند د سندھ طاس منصوبې نه سرغړونه كولو سره تاٶتريخوالے زياتوي، ده ووئېل په سندھ طاس لوظنامه كښې واصح ليك دي چې يوه ډله به په يو اړخيزه پرېكړه نشي كولې ٬ د ډېرې مودې نه هند د دې منصوبې نه د سرغړونې خبرې كولې۔