ميكسيكو سټي۔ 24 برېل (اے پي پي) ميكسيكو كښې ټرافيكي پیښه كښې 11 كسان مړه شوي ۔ د شهنوا تر مخه چارواكو ووئېل په مېكسيكو كښې د دوو ګاډو تر مينځه ټكر كښې د ځايي راراموري ټولنې د لږ نه لږ 11 كسان مړه شول او 8 ژوبل شول۔ د چارواكو تر مخه د دويم ګاډي ډرائيور د پیښې د ځاے نه تښتېدلے دے ۔ د چيهواهوا ګورنر مارو كيمپوس په سوشل ميډيا غمرازي كولو كښې ووئېل رياستي حكومت به د آخري رسومات مصرفونه او د ژوبل شوو مرسته كوي۔ واضحه دې وي چې ياد شوي كسان د ميونسپل مرستې د وېش دستوره كښې د سومراچي ټولنې لپاره روان وو۔