سعودي عرب به د فرانس طياره سازې كمپڼۍ څخه نورې 20 الوتكې اخلي

رياض۔24 اپرېل(اے پي پي) د سعودي عرب قامي فضائي كمپنۍ السعوديه د فرانسوي طياره سازې كمپنۍ ايئر بس څخه د نورو 20 الوتكو د اغستو لوظنامه كړې ده۔ د اخبار 24 تر مخه د وائېډ باډي جديد ترين اے 330 اين اي او طيارو كښې 10 د بجټ ايئر لائن فائي اے ډيل لپاره به وي۔ د الوتكو د اغستو په لوظ نامه لاس ليك د فرانس په ښار ټولوس كښې د ايئر بس په فېكټرۍ كښې وشوه۔ په دې مهال د سعوديه ګروپ ډائرېكټر جنرل انجينئر ابراهيم العمر او د ايئر بس كمپنۍ سي ار او كسټېن شيېرر هم موجود وو۔ د السعوديه د اړخه جاري بيان كښںې وئېلې شوي د الوتكو وړومبۍ بېړا به په 2027 كښې او دويمه به په 2029 كښې سپارلې شي۔