برطانيه كښې د سعودي سفير ته ډپلوميټ آف دې ايئر 2025 اېوارډ وركړے شو

لندن ۔24 اپرېل(اے پي پي) برطانيه كښې د سعودي سفير شهزاده خالد بن بندر بن سلطان بن عبدالعزيز ته د مينځني ختيز او شمالي افرېقې منطقې لپاره د ډبلوميټ آف دې ايئر 2025 اېولارډ وركړے شو۔ د اردو نيوز تر مخه د ډپلومېټ مېګزېن دا ايوارډ لندن په هلټن پارك لېن هوټل كښې د كليزې دستورې په مهال وركړے شو۔ په دستوره كښې د 90 نه زياتو هېوادونو سفيران او هائي كمشنرز موجود وو۔ دا ايوارډ د ډپلومېټ مېګزېن تر سېوري لاندې په كلنه توګه او د ووټنګ د لارې وركولې شي۔ په برطانيه كښې د 180 نه زياتو مشنز كښې سفارتكار په دې كښې برخه اخلي۔ دا اېوارډ په برطانيه كښې په سفارتي چارو كښې په غوره كاركردګۍ ښودلو سفارتكارو ته وركولې شي۔ ډپلومېټ مېګزېن برطانيه كښې د سفارتي چارو د ټولو نه لويو مېګزېنز څخه يو دے كوم چې د سفارتي مشنز هلې ځلې او نړيوالې مسئلې رامخې ته كوي او په كلنه توګه دا دستوره راجوړه وي۔