
اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي)د منصوبه بندۍ پرمختګ او اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال په مشرۍ كښې د سول سروسز اصلاحات كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ وشوه۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ سېكرټري اويس منظور سمرا او د ټولو وزارتونو سيكرټريز ګډون وكړو۔غونډې ته ووئيل شول وركنګ ډله دې سفارشات وړاندې كړي٬د څلورو ډلو سفارشات به نن وړاندې كړې شي۔په دې موقع احسن اقبال ووئيل نړۍ بدله شوې٬ماحول بدل شوے٬ د 1973 قانون اوس د جديد تقاضو سره د سمولو ضرورت دے٬ چين او تركيه په خپلو ژبو وياړ لري٬مونږ له به هم خپله قامي ژبه خپلول وي٬ ده ووئېل كه چرې انګريزي د كاميابۍ ضمانت وې نو پاكستان به نن د نړۍ دريم لويې طاقت ؤ ٬هر ماشوم انګريزي وئېلې شي خو د برابري معيار ژبه ګرځول نه ده پكار ۔احسن اقبال ووئيل د انګريزي په لوستلو پرمختګ ممكن نه دے٬د قامي ژبې په خپلولو پرمختګ كېدې شي۔وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل سي ايس ايس امتحان كښې دې د هر فيلډ پوهان د هغوي په سپیشلائزیشن له مخې کلسټرز كښې منتخب كړے شي٬ د مهارت له مخې سم كسان په سم ځاے تعينات كول بنيادي انتظامي اصول دي۔