د سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن سره سوئېلي افريقه كښې د پاكستان سفير ملك محمد فاروق ملاقات

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن سره سوئېلي افريقه كښې د پاكستان سفير ملك محمد فاروق ملاقات كړے۔په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او پاكستانيانو ته سوئېلي افريقه كښې د روزګار وركولو په اړه په بېلا بېل تجاويز د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د شورو په ورځ د سمندر پورې پاكستانيانو وزارت لخوا جاري شوي پرېس رېليز له مخې وفاقي وزير ووئيل د پاكستان او سوئېلي افريقې ترمينځه تجارتي او معاشي اړيكې مستحكمولو لپاره د شريكو هڅو ضرورت دے ٬د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت ودې پراخه ګنجائش شته ٬كركيلې ٬ټيكسټائل ٬مينوفيكچرنګ او د ټېكنالوجۍ پشمول نورو څانګو كښې شريكې مرستې ته وده وركوړې كېدې شي۔چوهدري سالك حسېن ووئېل پاكستان سوئيلي افريقې ته ښه ورك فورس وركولې شي٬پاكستان او سوئېلي افريقه شريك تجربات بېلو څاڼګو كښې د پراخه مرستې په بنياد كارولې شي۔سوئېلي افريقه كښې د پاكستان سفير ملك محمد فاروق ووئيل افريقه د نړيوال تجارت سباؤن دے٬پاكستانو سوداګرو ته افريقه كښې خپله موجودګي زياتول پكار ده ٬سوئېلي افريقه كښې پاكستاني مصنوعات لپاره زيات ګنجائش موجود دے٬ ده ووئېل افريقه د نائيجيريا نه پس د سوئيلي افريقه تر ټولو لويې معيشت دے۔په دې موقع د پاكستان سفير ملك محمد فاروق سوئېلي افريقه كښې پاكستانيانو ته د روزګار وركولو لپاره د خپل كردار ادا كولو باور وركړو۔