
پیښور 23 اپرېل (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره مختلف پلاويو د شورو په ورځ د هغه په استوګنه اسلام آباد كښې جلا جلا ملاقاتونه كړي۔په ملاقات كوونكو كښې د پاكستان مسلم ليګ لارښود نوابزاده ایزد نواز خان سدوزئی، پخوانے ایم پی اے احتشام جاوید اکبر په مشرۍ كښې پلاوي او د پاکستان پیپلز پارټی سینئر لارښود او د كوهستان د قامي اسمبلۍ پخوانے غړے محبوب اللہ جان شامل وو۔پخواني ايم پي اے احتشام جاويد اكبر په مشرۍ كښې پلاوي په چشمه لفټ كينال او نورو سياسي او سيمه ايز صورتحال د خيالاتتو څرګندونه وكړه۔پلاوي د چشمه لفټ كينال په اړه د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ته د هغه په هڅو او خذمات پېرزوئنې وړاندې كړې