
اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د ګلګت بلتستان كونسل سيكرټرېټ اسلام آباد جوړولو په اړه غونډه د شورو په ورځ وشوه۔جاري شوي بيان له مخې غونډه كښې د وزيراعظم د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران كوآرډينيټر شبير احمد عثمان٬د كشمير چارو ٬د ګلګت بلتستان او سفيران سېكرټري٬ظفر حسن٬ايډېشنل سېكرټري كامران رحمان خان٬د ګلګت بلتستان كونسل جوائنټ سيكرټري صدير خان خټك او د هغه ډلې ګډون وكړو۔د غونډې په مهال چارواكو د پروژې په كليدي خاكه وفاقي وزير ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔د دې نه علاوه نيسپاك ډلې د پروژې په ډيزائن پريذنټيشن وركړو چا چې د سيكرټرېټ آفس بلډنګ جوړولو او د آرکیټیکچرل منصوبه بندۍ په اړه خبرو كښې برخه واغسته۔په دې موقع وفاقي وزير انجينئر امير مقام چارواكو ته هدايت وكړو چې د زمكي په كچه د كار پېل لپاره عملدرآمد تند كړئ