كوئټه۔23 اپرېل (اے پي پي) د صحت صوبائي وزير بخت محمد كاكړ وئېلي دي په بلوجستان كښې د د كارنل ټرانسپلانټ لپاره به خاص يونټ جورولې شي ٬ په راروان بجټ كښې به د كارنل ټرانسپلانټ لپاره جمع منصوبه او پكار بجټ بېلولې شي۔ د صحت څانګه جديد كولو لپاره موثر ګامونه پورته كوو۔ بلوچستان كښې د اينټيګرتيډ ايمبولېنس سروس په اړه مشاورت شوے به كوم به جې لا غور كولې شي۔ د دې خيتالاتو څرګندونه ده بلوچستان كښې د كارنل ټرانسپلانټ او مرك په اړه غونډه كښې وكړه۔ غونډه بلوچستان كښې د انټيګريټد ايمبولېنس سروس پېل په منصوبه تفصيلي خبرې وشوې او د مختلف اړخونو جاج واغستلے شو۔ د صحت وزير ووئېل د ميډيكل ايمرجنسي رېسپانس سېنټر مرك 1122 د ايمرجنسي رېسپانس بهترين دے او د ټرافك پیښو كښې د فرسټ ايډ په اړه د مرك ډلې متحرك دي ٬ ده ووئېل بلوچستان كښې به د انټيګريټډ ايمبولېنس سروس په اړه د ښې تګلارې سره مخ په وړاندې ځوو۔ د غونډې مقصد امرېكا كښې موجود پاكستانو ډاكټرانو سره په ګډه بلوچستان كښې د كارنل پېوند كارۍ نظام ښه كول او موثره كول دي۔ په دې موقع پوهان او اعلې چارواكي هم موجود وو