پیښور ۔ 23 اپریل (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ د افغانستان سره نيغ په نيغه د ګټورو خبرو اترو لپاره د صوبائي حکومت اختیار منده جوړولو او د افغان كډوالو وطن ته بېرته لېږلو لپاره په ټاكلې نېټ كښې د براختيا او د فلسطین اولس سره د يو والي بشمول 5 قراردادونه په متفقه توګه منظور كړي دي ۔ د شورو په ورځ اسمبلی كښې حکومتي غړي شرافت اللہ قرارداد وړاندې كړو چې پكښې وئېلې شوي وو خیبرپښتونخوا د تېرو څو لسيزو نه د ترهه ګرۍ ښكار ده ، په دې مهال پولیس او د صوبې خلقو د ځانونو قربانۍ وركړي ، اسمبلي غوښتنه كوي چې وفاقي حکومت دې صوبائي حکومت بااختیاره كړي دغسې چې د افغانستان سره نيغ په نيغه او د ګټورو خبرو د لارې ټولې مسئلې حل كولو كښې موثرکردارادا کري او په منطقه كښې پوخ امن او خوشحالي باوري كړې شي ،پخپل بل قرارداد كښې شرافت اللہ ووئېل وفاقي حکومت دې د افغان كډوالو د ستنولو په نېټه كښې مناسب پراختيا وكړي دغسې چې دوي په عزت اومنظم ډول وطن ته ستانه شي ۔حمیدالرحمن قرارداد وړاندې كولو كښې ووئېل 2020-21 كښې د اے آئی پی سکیم تر مخه پخوانۍ فاټا كښې د سټاف کمے پورا كولو لپاره د سپشلسټ میډیکل افیسر،ایمرجنسي میډیکل افیسر،نرسنګ او د پیرامیډیکس بھرتۍ شوې وې ٬ دغه خلق په ایماندارۍ او محنت خپلې ډیوټۍ كوي خو د څلور كاله تېرېدو نه بس هم هغوي لكه د نورو پراجیکټس ملازمین د ریګولرائزیشن منتظر دي لهذا دا اسمبلي سفارش کوي چې دغه ملازمین دې مستقل کړے شي ۔ایم پي اے عبیدالرحمن اقرارداد كښې ووئېل د دیر ټوله آبادي شپاړس نيم لاکهه ده چې پكښې د 8 لاکھه نه زيات خلق موبائل فونز استعمالوي ، د دیرخلق د مياشتې دويشت نيم کروړه او د كال دوه اربه 67 کروړه نه زيات رقم ټیلي کام کمپنیو ته وركوي خو د بده مرغه دير كښې سروس غیرمعیاري دے چې ورسره د اولس په خاص توګه د طلبه سرمایه او قیمتي وخت ضائع كېږي لهذا د نیټ ورک او انټرنیټ خدمات ښه كولو لپاره دې سمدستي ګامونه واغستلې شي ،عبدالاسلام آفریدي د فلسطین په اړه مشترکه قرارداد وړاندې كولو سره ووئېل د څو مياشتو نه د فلسطین په اولس بدتره بمباري كېږي ، قتل عام كېږي او د بشري حقونو سنګینې خلاف ورزۍ كېږي ٬ بحیثیت د پاکستاني ومسلمان زه د دغې ظلمونو غندنه كوم او مطالبه كوم چې د فلسطین اولس آزادۍ او آزاد ریاست جوړولو لپاره دې په سفارتي كچ غږ پورته ګړے شي ، د هغه کمپنیو او مصنوعات دې بائیکاټ وكړے شي كوم چې د اسرائیل مالي مرسته كوي او دا ایوان دې د مظلومانو لپاره غږ پورته كړي۔