
اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزېب وئېلي دي پاكستان موسمياتي او ماحولياتي بدلون مخ نيوي لپاره بشپړ اقدامات كوي٬موسمياتي او ماحولياتي اقدامات او اړخونه معاشي او مالياتي پالېسو څخه همكاره كول ضروري دي۔ده دا خبره د شورو په ورځ په واشنګټن ډي سي كښې د نړيوال بانك او نړيوال مالياتي فنډ د سپرلي موسم كلنې غونډې په موقع موسمياتي اقدامات لپاره د خزانې وزيرانو اتحاد 13مې وزارتي غونډې ته د خطاب په مهال وكړه ۔په غونډه كښې محدود مالي وسائل او د بدلو شوو سياسي حالاتو په لړ كښې د موسمياتي او ماحولياتي بدلون مخ نيوي او اقتصادي پرمختګ ترلاسه كولو په چارو غور وشو ۔د خزانې وزير د پاكستان لخوا د ماحولياتي بدلون مخ نيوي په هڅو رڼا اچولو سره ووئېل پاكستان د موسمياتي او ماحولياتي بدلون مخ نيوي لپاره بشپړ اقدامات كوي۔ده د ماحولياتي مسئلو موثر حل لپاره پاكستان كښې د جور کلائمیټ پراسپیرټی پلان اور کلائمیټ فنانس سټریټجی په اړه ګډون كوونكي خبر كړل۔ده پاكستان لخوا د ريزيلينس اينډ سسټین ایبیلټی فسیلټ له مخې آئي ايم اېف سره د سټاف په كچه د لوظ نامې ذكر وكړو او ووئېل يې چې دې لوظ نامې له مخې ماحولياتي او موسمياتي بدلونونو په لړ كښې اوږد مهاله مالياتي استحكام ترلاسه كول ممكن كولې شي۔د خزانې وزير په خپل خطاب كښې موسمياتي او ماحولياتي اقدامات او اړخونه معاشي او مالياتي پالېسو څخه همكاره كولو په ضرورت زور راوړو ٬ په دې اړه سركاري او د نجي دواړو څانګو صلاحيت ښه كول يو چېلنج ګرځولو سره د سرمايه كارۍ او مالي معاونت لپاره د مناسب او هم آهنګي لرونكو منصوبو اهميت رامخې ته كړو۔