
اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي)اسلام آباد كښې اولسي آسانيو او د ښار انفراسټركچر ښه والي لپاره د مهمو پرمختيائي پروژو پېل كولو پريكړه شوې ده۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې سي ډي اے هيډكواټرز كښې د اعلٰی كچ په غونډه كښې د دې پروژو باقاعده منظوري وركړې شوه چې پكښې داخله چارو وزير مملكت طلال چوهدري٬داخله سېكرټري خرم آغا٬د سي ډي اے چيئرمېن محمد علي رندهاوا٬ د اسلام آباد پوليس آئي جي سيد علي ناصر رضوي٬ د سي ډي اے بورډ غړي٬ضلعې انتظاميه او نورو سينئر افسرانو ګډون كولو۔په غونډه كښې د ښارونو د ټرافيك پخوانو مسئلو مستقل حل لپاره مهمې پروژې پیل كولې به شي چې پكښې د فيض آباد انټرچينج ري ماډلنګ او دوه اضافي لينز جوړول شامل دي ۔د دې منصوبې مقصد د ټرافېك جريان ښه كول او هره ورځ ګڼه كمول دي۔دغسې فيصل چوك په ځاے د ټرافېك روانه ساتلو لپاره په 2 پلس 2 لينز مشتمل جديد انډر پاس به جوړولې شي ۔داخله وزير محسن نقوي هدايت وكړو چې د انډر پاس منصوبه بندي د سباون ضروريات تر مخه وكړئ دغسې چې د اوږد مهاله ګټه ترلاسه شي۔د پاركنګ زياتو شوو مسئلو تر مخه بليو ايريا كښې جوړې پاركنګ پلازې د زر فعال كولو هم پريكړه وشوه او د ښار په نورو سيمو كښې هم د پاركنګ پلازو تعمير لپاره د ځايونو ډېر زر په ګوته كولو هدايت وشو۔د بليو ايريا پاركنګ پلازه ته به جديد آسانۍ وركولې شي چرته چې به د كمرشل دكانونو ٬په بام د ريستوران٬پلے لينډ٬سينما او نورې آسانۍ ترلاسه وي۔وفاقي حكومت لخوا دا پريكړه د وزيراعظم وژن له مخې د ښارونو انفراسټركچر جديد كولو پلو يو مهم كام دے۔