سپيکر سردار اياز صادق د اے آر وائي نيوز سندھ بيورو چيف سيد محمد شکيل په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د اے آر وائي نيوز سندھ بيورو چيف سيد محمد شکيل په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې۔ د شورو په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده د ارواښاد كورنۍ سره غمرازي كولو كښې ووئيل د غم په دې ګهړۍ كښې غمژنې كورنۍ سره برابر شريك يو۔ په دې موقع ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو ځاے او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ ده ووئيل د ارواښاد سيد محمد شکيل صحافتي خدمات به تر ډېرې مودې ياد ساتلے شي۔