وفاقي وزير محسن نقوي د پنجاب او خېبرپښتونخوا په پوله خوارجي ترهګرو په وژلو پنجاب پوليس، سي ټي ډي او رېنجرز ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پنجاب او خېبرپښتونخوا په پوله د دوه خوارجي ترهګرو په وژو پنجاب پوليس، سي ټي ډي او رېنجرز ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ خپل بيان كښې ده د خوارجو عزائم په ناكامه كولو پنجاب پوليس، سي ټي ډي او رينجرز له شاباش وركولو سره د دوي د وظيفائي صلاحيتونو ستائنه كولو سره ووئيل د دوه خوارجو ترهګرو په وژلو مېړنو ځوانانو ته سلام كوٶ۔ وفاقي وزير ووئيل د خوارجو ترهګرو ناوړه عزائم په ناكامه كولو د ځوانانو په جرات وياړ لرو او پنجاب پوليس، سي ټي ډي او د رينجرز ډلې له مباركي وركوٶ۔