وفاقي وزير جام کمال خان سره د سوئيلي افريقه د ټريډ فيډريشن چيئرمين په مشرۍ كښې پلاوي وليدل

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان د سوئيلي افريقه د ټريډ فيډريشن چيئرمين محمد رفيق مېمن په مشرۍ كښې پلاوي د شورو په ورځ ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او سوئيلي افريقه ترمېنځه د تجارت زياتولو په موقعو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ چيئرمېن د تجارت وزير په اسلام آباد كښې د “پاك افريقا ټريډ افيئر” په اړه خبر كړو كوم چې د سوئيلي افريقې د حكومت په كوربتوب كښې لويې تجارتي نندارتون دے٬ دا ايونټ به سېلګرۍ، كر كېلې، سروسز او د دفاع پشمول په مهمو څانګو كښې موقعې رامخې ته كړي۔