واشنګټن۔23 اپرېل (اے پي پي) امرېكې د ايران په مائع پټروليم ګاز اداره او د هغې په كارپورېټ نېټ ورك هم بندېزونه لګولې دي ۔ د العربيه تر مخه دا اعلان د امرېكې د خزانې محكمې خپل يو بيان كښې كړے دے۔ د خزانې محكمې په اعلان كښې وئېلي دي د ايران دا اداره امام جمعه نېټ ورك په زرګونو جهازونو لېږونكې اېل پي جي برآمد كوي او دغسې څخه د ايران لپاره ډېر رقم جمع كېږي ٬ دغسې چې د امرېكې لګولو بندېزونو اثرات د لږ نه لږ كړے شي۔ دا خبره د خزانې محكمې سېكرټري سكاټ بېسنټ كړې ده۔ ياد دې وي ايران او امرېكې د خالي په ورځ په دې اتفاق كړے ؤ چې د ايران جوهري پروګرام په لړ كښې به خبرې اترې روانې ساتي۔