
اسلام آباد۔23اپریل (اے پي پي )د قانون و انصاف وفاقي وزير سینیټر اعظم نذیر تارر وئېلي دي د بار کونسل په ایکټ یا بنیادي قانون كښې كوم ترمیم نه كېږي خو د انتخابي عمل لا سپېځلتيا لپاره ریګولیشنز كښې ښه والي لپاره په څو بدلونونو غور روان دے ۔ د قانون او انصاف وزارت وياند تر مخه وفاقی وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ سره د شورو په ورځ د مختلف بار ایسوسي ایشنز استازو ملاقات وكړو ۔ ملاقات كښې د ګجرات، چنیوټ، تله ګنګ، بھلوال، پھالیه، پنډ دادنخان، کاموکے بشمول د نورو بار ایسوسی ایشنز صدور او سیکرټریز ګدون كولو ۔په دې مهال د قانون وزیر د بار ایسوسي ایشنز عهدیدارو له باور وركړو چې د صوبائی بار کونسلز انتخابات به په خپل وخت او د قانون و ضوابطو تر مخه كېږي ۔ ده واضحه كړه چې بار کونسل ایکټ یا بنیادي قانون كښې کوم ترمیم نه كېږي ۔په دې مهال د وکليلانو ورورولۍ ترقیاتي منصوبو او په راروان اقدامات هم خبرې وګرې ۔ د قانون وزير بارز ته د مالي معاونت (ګرانټس) وركړو كوم به چې د دفترو رنګ روغن او ترقۍ لپاره كارولې شي دغسې جې وکيلانو ته بهتر سهولتونه وركړے شي ۔