پاکستان ترکیه كښې د طبعي افتونو مخنيوي لپاره هر ډول مرستې له چمتو دے۔ وزیراعظم شهباز شریف

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په ترکیه كښې په زلزله د تشويش څرګندونه كولو سره وئيلي دي پاكستان د دې طبعي آفت په مهال هر ډول ممكنه مرستې له چمتو دے۔ د شورو په ورځ خپل ایکس پوسټ كښې ده ووئيل د تركيه د خپلو وروڼو خوېندو سلامتيا لپاره لاس په دعا يم٬ پاكستان د دې طبعي آفت د زيان مخنيوي لپاره هر ډول ممكنه مرستې له چمتو دے