کوئټه 23 اپريل (اے پي پي) د بلوچستان وزير اعليې مير سرفراز بګټي د شورو په ورځ د محنت او افرادي قوت سلاحكار سردار غلام رسول عمراني استوګنې ته لاړ او ھغوي سره ئې د تره مير الله بخش خان عمراني په مړينه لاس نيوه وكړه۔ په دې موقع وزيراعلٰې د ارواښاد لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنې كورنۍ سره خواخوږي هم ښكاره كړه۔ په دې موقع د اېريګېشن صوبائي وزير مير محمد صادق عمراني، او مير لياقت علي لهړي هم موجود ٶ