اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري سره د چيف آف نيول سټاف وائس ايډمرل اويس احمد بلګرامي ليدلي دي ۔ په دې موقع د قامي ګټې تحفظ لپاره د سمندري لائحې جاج واخستلې شو۔ د شورو په ورځ د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل بليو اکانومي ته وده وركولو لپاره اقدامات كوٶ او دا به د قامي پرمختګ محرك جوړوٶ۔ ده ووئيل فشريز، آبي زراعت او ساحل سېلګرۍ ته به وده وركوٶ٬ د ماحولياتي تحفظ او د سمندري ايکو سسټم په بحالۍ كار كوٶ۔ په دې موقع وائس چيف آف نيول سټاف اوېس احمد بلګرامي ووئيل د پاکستان ميري ټائم ايګزيبيشن او کنفرنس له بشپړې تيارۍ نيسوو٬ ميري ټائم نندارتون سره به معيشت ته نوې اړخ ترلاسه شي