
اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ دوهم چيئرمين سيدال خان سينيټر فوزيه ارشد سره د ورور په مړينه غمرازي ښكاره كړې ده ۔ د شورو په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې سيدال خان دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ په دې موقع په سېنېټ كښې د حكومتي ډلي مشر سينيټر اسحاق ډار او د مخالفې ډلې مشر سينيټر سيد شبلي فراز هم سينيټر فوزيه ارشد سره د ورور په مړينه غمرازي ښكاره كړه