
اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد سره يوتھ انفلوئنسرز ليدلي دي ۔ په دې موقع د پروګرام د ډلې غړو سره د هېواد د بېلا بېلو ښارونو څخه نزدې 20 ځوان انفلوئنسرز موجود وو۔ په دې موقع په نړيوال اړخ كښې اضافې كولو سره د نائيجيريا يو انفلوئنسر هم موجود ٶ، ځوانان اختيار منده جوړولو او د مشغوليت اقدامات پلو پام ګرځولو سره غونډه ډېره ګټوره وه۔ دا خبره د شورو په ورځ د وزيراعظم يوتھ پروګرام لخوا جاري بيان كښې وشوه ۔ په غونډه كښې په ګډون كوٶنكو كښې فهد ملك، اريب اظهر، عيني قرېشي، شاه رخ خان، لاميه خان، ندا، بسمه نور، ابيولا اطوباتيلے، دانش زرنش، صهيب رفاقت، ارسلان منير، سبطين زاهد، خواجه اجلال، چاندني عروج، عبدالرحمٰن،سدره علي نقوي او مشعال شفيق شامل وو