
انقره 23 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان او تركيې ترمينځه تجارت٬ټيكنالوجۍ٬دفاع٬ توان او اولس سره د اولس په تبادلو كښې د شريكې توګه ګټورې مرستې لپاره د عزم پخلے كړے۔د نهې په ورځ په سوشل ميډيا ايكس خپل پوسټ كښې ده ووئيل نن په انقره كښې خپل خوږ ورور صدر رجب طيب ادروان سره په ملاقات كولو خوشحاله شوے يم٬تركيه په پرله پسې پرمختګ او خوشحالۍ په لوري روانولو كښې د هغه د مشرۍ او دورانديشي ستائنه كوو ۔ده ووئيل مونږ فرورۍ كښې د هغه د پاكستان تاريخي دورې په مهال د شوو پريكړو په تندۍ سره د عملدرآمد جاج اخستے۔مونږ تجارت٬ټېكنالوجي٬دفاع٬توان او اولس سره د اولس تبادله كښې په شريكه توګه ګټورې مرستې لپاره د خپل عزم پخلے كوو۔ده ووئيل د جامع پاكستان-تركيه اسټريټجك پارټنرشپ دائره كار به لا قوي او پراخه كولې شي۔