
مدينه منوره 23 اپرېل (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د شورو په ورځ په روضه رسول(ص)حاضري وركړه۔د قامي اسمبلۍ سيكرټرېټ له مخې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د خپلې سعودي عرب دورې په مهال د روضه رسول(ص) د حاضري سعادت ترلاسه كړو۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق مسجد نبوي(ص)كښې نوافل ادا كړل٬اسلامي نړۍ كښې اتحاد ٬ يووالي او د پاكستان پرمختګ او څوكالۍ لپاره دعا وغوښتلې شوه ۔په دې موقع د سعودي عرب دوره كونكې د پاكستانې پارليماني پلاوي غړي هم د قامي اسمبلۍ سپيكر سره وو۔