سيمه ايزو راهدارو٬تجارتي روابط او مرستې ته وده وركول د وخت ضرورت دے۔د خزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب

واشنګټن ډي سي 23 اپرېل (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب جغرافيائي سياسي صورتحال٬تجارتي تقسيم او د تحفظ خوښې پشان نړيوالو اقتصادي چېلنجونو په لړ كښې د اصلاحات د تسلسل په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي سيمه ايزو راهدارو٬تجارتي روابط او سوئېلي-سوئيلي مرستې ته وده وركول د وخت ضرورت دے٬صوبو څخه د اشتراك له مخې قامي مالياتي لوظ نامو باندې د عملدرآمد د لارې قوي اقتصادي بنيادونه جوړوو۔ده دا خبره د نړيوال مالياتي فنډ (آئي ايم ايف)او نړيوال بانك د سپرلي موسم كلنې غونډې په دوهمه ورځ د اعلٰی كچ ملاقاتونو په مهال وكړه ٬ملاقاتونو كښې د پاكستان معاشي استحكام٬روان اصلاحات او سرمايه كارۍ موقعو ته پام وكړے شو ۔د خزانې وزير د ورځې پېل د جي-24 خزانې وزيرانو او د مركزي بانك ګورنرز غونډه كښې د ګډون څخه وكړو چرته چې هغه د سيكنډ وائس چيئر په توګه د پاكستان نمائندګي وكړه ۔په خپل خطاب كښې ده ووئيل قوي بنكاري نظام او پرله پسې ساختي اصلاحات د لارې اوپن معيشت ته استحكام ترلاسه شوے۔ده د نړيوالو اقتصادي چېلنجونو پشان په جغرافيائي سياسي صورتحال٬تجارتي تقسيم او د تحفظ خوښۍ په تناظر كښې د اصلاحات د تسلسل په ضرورت زور راوړو ۔دې سره سيمه ايزو راهدارو٬تجارتي روابط او سوئېلي_ سوئېلي مرستې ته د ودې وركولو اهميت هم بيان كړے شو ۔د خزانې وزير د آئي ايم اېف په مشرۍ كښې”مينځنۍ موده كښې د ريونيو موبلائزېشن”په موضوع په يوه مذاكره كښې د كركيلې٬ريئل اسټېټ او ريټيل پشان څانګو څخه د جي ډي پي تناسب څخه د محصولات باوري كولو حكمت عملي بيان كړه ۔ده ووئيل زمونږ په تګلرو كښې مهمو معاشي څانګو څخه محصولات كښې اضافه٬فيډرل بورډ آف ريونيو(ايف بي آر) كښې ټېكنالوجي او د طريقه كار ښه والے٬ د ټيكس وركوونكو او افسرانو ترمينځه نيغ په نيغه د روابط كمے٬نفاذ او تعميل قوي كول او د مصنوعي ذهانت د لارې ضرورت له مخې آډټس شامل دي۔د خزانې وزير د نوموړې امريكائي تهينك ټينكس اټلانټك كونسل جيو اكنامكس سينټر كښې په فائر سائيډ چيټ كښې هم ګډون وكړو چرته چې هغه “2025 او د دې نه پس د پاكستان معيشت چېلنجونو او موقعو”په اړھ د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ده د ايف بي آر ډيجيټلائزېشن٬ د صوبو ټيكس وصولۍ كښې شموليت او په زرعي آمدن د ټيكس صوبائي قانون سازۍ پشان په اصلاحاتي ايجنډا رڼا واچوله۔د خزانې وزير د موسمياتي بدلون او آبادۍ پشان چېلنجونو هم خبرې وكړې او د نړيوال بانك پاكستان لپاره د 10 كلنه كنټري پارټنرشپ فريم ورك ذكر يې وكړو۔د خزانې وزير ووئيل پاكستان د سټېټ بانك د لارې ګرين ټيكسا نامي فريم ورك ته حتمي شكل وركوي كوم څخه به چې ګرين بانډز٬ګرين سكوكس او د پاكستان وړومبے پانډا بانډ پشان جديد مالياتي آلات له لاره هواره شي۔۔د خزانې وزير د نړيوال بانك سوئېلي آسيا نائب صدر مارټن رائزر سره هم ملاقات وكړو۔موډيز كمرشل ډلې سره جلا ملاقات كښې د خزانې وزير مالياتي او كرنټ اكاؤنټ سرپلس٬كمه شوې ګراڼۍ٬مستحكم ايكسچېنج ريټ او په زرمبادله ذخائر رڼا واچوله۔ ۔