په انټربېنك مارکيټ كښې د امريكائي ډالر په مقابل كښې د روپۍ قدر كم شو

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان په انټربېنك مارکيټ كښې د امريكائي ډالر په مقابل كښې د روپۍ قدر كښې كمے رېكارډ شوے ۔ د پاكستان مركزي بېنك له مخې د شورو په ورځ په انټر بېنك مارکيټ كښې د ډالر په مقابل كښې د روپۍ په قدر كښې 20 پېسې كمے رېكارډ شوے او د دې نه وروستو د ډالر نوې بيعه 280 روپۍ 96 پيسو ته رسېدلې ده۔