اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) ګرد هېواد كښې د سرو زرو بيعه كښې11 زره 700 روپۍ كمے رېكارډ شوے او د دې نه وروستو يوه توله 3 لكه 53 زره روپو ته رسېدلي۔ د آل پاکستان جيمز اينډ جيولرز ايسوسي ايشن له مخې د شورو په ورځ د سرو زرو په توله كښې 11زره 700 روپۍ كمے رېكارډ شو او د دې نه وروستو د تولې په سر د سرو زرو بيعه 3 لكه 53 زره روپۍ شوه ٬ د لس ګرامه بيعه 285,839 روپو نه 276,644روپو ته رسېدلې ده۔