اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د صنعت او پېدوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د قامي ټرېكټر پاليسۍ په اړه د لوړې كچې غونډه د شورو په ورځ وشوه٬ په دې موقع د قامي ټرېكټر پاليسۍ په خدوخال تفصيلي غور وشو۔ د صنعت او پېداوار وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې هارون اختر خان قامي ټريکټر پاليسي يو شاندار او د يو په دوه نتيجو وړ پاليسي وګرځوله كومه چې د وزيراعظم د قامي صنعت تحفظ د وژن برخه ده۔ ده ووئيل ټريکټر مينوفيکچررز د هېواد په پيداواري عمل كښې كليدي كردار لوبوي او كروندګرو لپاره په ارزانه بيعه ټرېكټر وركول ډېر مهم دې۔ ده ټريکټر ساز ادارو ته امر وكړٶ چې ھغوي په بيعه كښې كمي لپاره عملي تجويزونه وړاندې كړي چې عام كروندګري هم د دې نه مستفيد شي۔